ډېر لوستل شوي

سیمه کې د ناامنۍ پراختیا؛ ترکیه کې چاودنې شوي

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ددې هېواد په هوایي چلند او فضایي صنعتونو مرکزي دفتر کې چاودنې شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر دا پېښه تروریستي بللې او د مرګ ژوبلې د اوښتو پخلی یې هم کړی دی. له چاودنې وروسته سیمې ته امنیتي ځواکونه، روغتیايي او د اور وژنې ډلې رسېدلي دي.
داسې ویل کیږي، چې دا برید د دوو تنو له خوا شوی، چې چاودېدنکي توکي یې په ځانونو پورې تړلي وو.
ددې برید د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا نه دي په ډاګه شوي. ځینو رسنیو دې سیمه کې د وسله والو او ترکي دفاعي ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه هم ورکړي دي.

اړوند خبرونه