د غزني ښاروالۍ ریاست لخوا د مرکز غزني اړوند، دویمې ناحیې روضې سیمه کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک رغولو چارې پیل شوې.
پر دې سړک ټولټال ۸.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي.
دا سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره پراخوالی لري.
ددې سړک چارې به په ۳ میاشتو کې بشپړې شي، چې په رغېدو سره به یې د سیمې یو شمېر خلکو ته کارموندنه هم وشي.