ډېر لوستل شوي

مزارشریف کې وسلې او مهمات کشف شوي

د بلخ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې دې ولایت کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف خبر ورکړی دی.
ددغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو دې ولایت کې دوه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل درازنوف، ۱۲ شاجورونه، ۳۸ دانې مرمۍ، یو دوربین او یو ماین ترلاسه کړی دی.
د بلخ د امنیه قومندانۍ له قوله، ددې وسلو او مهاتو په تور یو تن نیول شوی هم دی.

اړوند خبرونه