ډېر لوستل شوي

هلمند کې څه باندې لس زره تنو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي

افغاني سرې مياشتې ټولنې په هلمند کې له ۱۹ زره او ۱۳۸ تنو سره د روغتايي خدمتونو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

دې ټولنې ويلي، چې د تېرې مياشتې په لړ کې ۸ زره او ۷۱۹ تنو ته د کتنې تر څنګ ۳۱۲ تنه ټپيان پانسمان، ۴ زره او ۳۰۳ کسانو ته د روغتيا ساتنې په تړاو اړينې مشورې، ۱ زر او ۲۰۸ اميندوارو مېرمنو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.

مسوولين زياتوي، چې په دې موده کې ۳ زره او ۹۴۲ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغيو د مخنيوي په موخه واکسينونو تطبيق او ۴۵۸ تنو مېرمنو ته د کورني تنظيم د چمتوالي په برخه کې لازمې سپارښتنې هم ورکړې دي.

اړوند خبرونه