د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، ټول هغه موټر به ودروي، چې چټک چلول کیږي او چلوونکي یې بې غوري کوي.
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، تر دې وروسته به لوړ سرعت لرونکي او هغه موټرونه چې کمربندونه یې نه وي تړل شوي، له تګ راتګه راوګرځول شي.
یادو مسوولینو نن(چهارشنبه، لړم درېیمه) د میدان وردګو په ځینو سیمو کې سروې هم کړې او هغه موټرچلوونکو ته یې سپارښتنې کړي، چې په موټرچلونه کې بې غوري کوي.
مسوولینو همدارنګه لارښونه کړې، چې کمربندونو ته دې پام وشي او د سفر پرمهال اړین توکي له ځان سره وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي.