د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیـخ ندامحمد ندیم او مل پلاوي لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې ددې ولایت د لوړو زده کړو له موسسې کتنه کړې ده.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي شیـخ ضیاالرحمن مـدني، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، دیني عالــمانو، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړیالانو برخه اخیستې وه.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د لوړو زده کړو د وزارت له همکاریو مننه کړې ده. ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شــیخ ندا محمد ندیم د عصري او دیني علومو پر زده کړه ټینګار وکړ. د نوموړي په وینا هېواد د دیني او عصري پوهنو د پراختیا په پایله کې پرمختګ کوي. شیخ ندیم همدارنګه زده کړیالانو ته سپارښتنه کړې چې د تحصیلي دورې مسوولیتونه درک کړي.