ځايي مسوولينو په ميدان وردګو ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ۸ تنو ته د مرګژبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.
د ياد ولایت مسوولین وایي، چې د دې ولایت په “سیداباد” ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګژوبله اوښتې.
دغه پېښې تېره ورځ ( چهارشنبه، لړم دويمه) د “سیداباد” ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پرلویه لار د “هفتاسیا او ټوپ” دښتې په سيمو کې د “پاسو او سراچې، ټوډي او سراچې” موټرو د ټکر له امله شوې دي. د ويلو ده، چې د يادو پېښو لامل د موټر چلوونګو بېپامي او ګړندی تګ ښودل شوی.