د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له سرپرست رابرټ چټرټن ډېکسن سره کتلي. ښاغلي ډېکسن له اسلامي امارت سره پر تعامل ټيڼګار کړی او زیاته کړه یې ده چې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د دواړو لورو ډېرو کتنو ته اړتیا ده.
د برېټانیا سفارت سرپرست ژمنه کړې، چې برېټانیا به د لویدیځو هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکو ته لار هواره کړي. ډېکسن وړاندې ویلي: د بریتانیا حکومت باثباته افغانستان غواړي او په دغه هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي وړاندې ویلي، چې هېواد یې د بشري مرستو او اقلیمي زیان برخو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.
ورته مهال، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او اوسمهال په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر شوی.
د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غړي حافظ انس حقاني هم برخه اخیستې وه.