د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چین په پلازمينه بیجېنګ کې د اسلامي امارت له سفارت کتنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي، چې ښاغلي منصور چین کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوی سفیر مولوي بلال کریمي سره د افغانستان او چین په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین د اړیکو په تړاو ډاډ څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ چین کې د “یو کمر بند یوې لارې نوښت” د انرژۍ وزیرانو د درېیم کنفرانس په پار بیجېنګ ته تللی و.