ډېر لوستل شوي

چین ته د افغاني توکو د صادراتو کچه لوړه شوې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت، کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ او مله پلاوي سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي، چې اوسمهال افغانستان کې د بیارغنیزو چارو په پار ښه زمینه برابره شوې، نوموړي همدارنګه د کابل او پېکن د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وکړ. شینګ په خپلو خبرو کې وویل، سږکال چین ته د افغاني توکو د صاداراتو کچه ‍‍۱۱.۵ سلنې ته لوړه شوې، چې تمه ده دا کچه په راتلونکې کال کې ۲۵ سلنې ته لوړه شي. نوموړي همداراز ویلي، چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به پر افغان توکو مالیه معاف شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر افغاني توکو د مالیې د معافولو پالیسي ستایلې او له نورو ګاونډیو هېوادونو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وړاندې ویلي، چې د چین له لوري پر افغان محصولاتو د مالیې معافول به پر سوداګریزو چارو مثبته اغېزه وښندي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال چین او افغانستان ښه اقتصادي او سیاسي ملګري هېوادونه ګڼل کیږي.

اړوند خبرونه