ډېر لوستل شوي

تېره یوه میاشت کې نږدې یو نیم سل زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په تله میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او د اسان خدمت څانګو له درکه پر ۱۴۴ زره او ۸۴۰ هېوادوالو برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دې ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو د خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال په تله میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو ترټولو ډېرې په کابل ولایت کې وېشل شوي دي. همدارنګه په ننګرهار کې ۸ زره او ۵۰۸، په هرات کې ۶ زره او ۷۹۰، کندهار کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ ولایت کې ۴ زره او ۹۹۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹ زره او ۲۳۵ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دې ادارې د هېواد په ګڼو برخو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د چوپړونو د پراخولو ژمنه کړې وه.

اړوند خبرونه