د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران د بېګاه شپې برید غندلی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د اسراییلي یرغلګرو له لوري برید، نه یوازې د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی؛ بلکې سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه هم ده.
د بهرنیو چارو وزارت له اغېزمنو اړخونو غوښتي، چې په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو او تاوتریخوالي مخه ونیسي. د یادونې وړ ده، چې بېګاه شپه شاوخوا دوې بجې د صهیونیستي رژیم الوتکو د ایران پر پوځي اډو بریدونه وکړل، چې ایراني چارواکو پکې تر دې دمخه د دوو عسکرو د وژنې پخلی کړی.