د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته د ۷۳۷ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته کرنیز توکي صادر شوي دي.
پنبه، ممیز، اینجه، پیاز، زغفران او انځر هغه کرنیز محصولات دي، چې روان کال بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي. دا توکي ایران، هندوستان، چین، روسیې او نورو هېوادونو ته صادر شوي.