نړیوالو رسنیو ویلي، چې اسراییلو پر ایران په درېو پړاوونو کې بریدونه کړي او دمګړۍ یاد بریدونه درېدلي دي.
دا بریدونه نن(شنبه، لړم پینځمه) د تهران پر وخت د شپې دوې بجې پیل او د سهار په شپږو بجو پای ته ورسېدل.
ددې بریدونو په پایله کې د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
ویل کیږي، چې صهیونیستي جنګي الوتکو د ایران پوځي اډې او نظامي تاسیسات ویشتي.
د یادونې وړ ده، چې دا بریدونه پر اسراییلو د ایران د برید په ځواب کې شوي.