د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ارقامو له مخې په تېره یوه میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۰.۶ سلنه لوېدلي دي.
دا اداره زیاتوي، چې په غوښه کې ۱.۷، مېوو کې ۳.۷ او خوږو توکو کې ۲ سلنه د بیو کموالی راغلی.
له بلې خوا د ناخوراکي توکو په بیو کې ۳ سلنه زیاتوالی ښکاري چې دا زیاتوالی ۴.۱ سلنه د کالیو او نورو توکو کې، ۴ سلنه او ۳.۴ سلنه لوړوالی د کور په وسایلو کې لیدل شوی.
همدارنګه د روان کال د تلې په میاشت کې د افغانیو ارزښت ۶۷.۶ افغانۍ و، چې دا د وړمې وږې میاشتې په پرتله ۳.۷ سلنه د افغانیو د ارزښت لوړېدا ښیي. د معلوماتو او احصایې ملي ادارې همدارنګه ویلي، چې که د افغانیو د ارزښت لوړېدنه له پروسږکال سره پرتله شي، نو د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې ۱۱.۴ سلنه زیات شوی.