د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پروان، پنجشير، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، باميان، سرپل، جوزجان، فارياب، غور، بادغيس او هرات ولايتونه به نن او سبا د درنو اورښتونو شاهدان وي.
دې ادارې ددې ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې د سیندونو له غاړو او زیانمنو سیمو لیري واوسي.