د ارزګان ځايي مسولينو ویلي، چې ددې ولایت په ګيزاب ولسوالۍ کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو په پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې پېښه کې اتو تنو خپل ژوند بایللی او یو بل تن ژوبل دی.
ددي ولایت د اطلاعات کلتور رياست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پر سیند جوړ شوی د تختو یو پل ونړېد.
سرچيني امید راډیو ته وویل چې په موټر کې ناست کسان ټول نارینه دي، چې غوښتل یې په یوه لنډکروزر موټر کې له یوه ځایه بل ځای ته ولاړ شي.
دارزګان له يو شمير ولسواليو سره غځيدلې لويې لارې لا هم خرابې دي او وخت ناوخت يې خلک له دولت څخه د جوړېدو غوښتنې کوي.