د مزارشريف ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظيم او پراختیا آمریت له لوري د ښار په دویمې، درېیمې او نهمې ناحیو کې د قصابانو۲۳ هټۍ تړل شوې دي.
ددې هټیو د تړلو لامل پاکوالي ته نهپاملرنه او له ټاکلي نرخ پورته د غوښې پلور و.
د بلخ د مسوولینو په قول، دا هټۍ به تر دریو ورځې تړلي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادو قصابانو ته تر دې دمخه هم د مناسب پلور او پاکوالي سپارښتنې شوې وې.