د افغانستان لپاره په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن جور جيټ ګګنون، د ختيځ زون د يوناما مشرې مېرمن کيرن لي کوټس او همکارانو يې د ننګرهار له مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی سره کتلي دي.
په یاده کتنه کې ددې ولايت په اقتصادي، رغنیزو، سياسي، سوداګرۍ، پانګونې، پوهنې، د نشه يي توکو کر مخنيوي او بديل معيشيت، خصوصي سکټور پياوړتيا او نورو موضوعاتو بحثونه او د دوه اړخیزو همکاریو ژمنې وشوې.
د ننګرهار مرستیال والي د بنسټیزو پروژو پلي کول، ځوانانو ته کارموندنه، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړل او د بې وزلۍ مخنیوی هغه برخې یادې کړې چې باید نړیوالې ټولنې پکې همکاري وکړي.