د صهيونيست رژيم پارلمان د رايو په اکثريت د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې (انراوا) بنديز لګولی دی.
د ياد رژيم د پارلمان د پرېکړې له مخې، انراوا نور نه شي کولی چې د ختيځ بيتالمقدس په ګډون په دغه هېواد کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی. په همدې مهال، امريکا، بريتانيا او جرمني د صهيونيست رژيم د يادې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه اداره د غزې له دوو ميليونه زياتو جنګ ځپلو او په نورو اشغال شويو سيمو کې سلګونه زره خلکو ته بشري مرستې رسوي.