د ننګرهار د مخاربراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي ذبيحالله ذکي او د ختيځ زون د اترا ادارې امر د سيمهييزو “افيم راډيوګانو” له مسوولينو سره په کتنه کې سپارښتنه کړې، چې د نشراتو د ښه کيفيت په پار فلټرونه فعال کړي.
په دې ناسته کې د ياد ولايت د اترا ادارې امر د “بانډ پاس” فلټر الې په تړاو د راډيوګانو له مسوولينو سره معلومات شريک کړي او لارښونه يې کړې، چې د خپلو راډيوګانو د جوازونو وخت هم تمديد کړي. په همدې مهال د “افيم راډيوګانو” مسوولينو ډاډ څرګند کړی، چې يادې سپارښتنې به پر ځان عملي کړي.