د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين د فرمان له مخې په جوزجان ولايت کې د کډوالو لپاره “ښارګوټی” جوړوي.
د ياد ولايت د کور او ښار جوړونې رييس مولوي عبدالله فيضان ويلي، چې د اړوند ادارو سره يې په ګډه د کډوالو او بيرته راستنېدونکو د ښار ګوټي ځمکه ټاکلې او ودانيزې چارې به يې ژر پيل شي.
د فيضان په خبره، چې دغه ځمکه يې د فارياب د عمومي سړک ترڅنګ په “لبجر او بکاول” کلي کې تثبيت کړې ده. د ويلو ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټيزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروېګانې تر سره کړې دي.