د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، هغه ماشوم یې بېرته روغ رمټ د خپلې کورنۍ غېږې ته ستون کړی، چې یو کال وړاندې تښتول شوی و. ښاغلي قانع په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا ماشوم د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې د خپل کور له دروازې تښتول شوی و، خو نن د هرات د امنيې قوماندانۍ ځواکونو له لوري موندل شوی دی