د غزني امنيه قوماندانۍ په دې ولايت کې د تېرې ادارې پوليسو ته د معاش د ورکولو لړۍ د پيل خبر ورکړی دی.
د يادې قوماندانۍ رسنيز دفتر وايي، چې د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې او د کورنيو چارو وزارت د سرپرست خليفه سراجالدرين حقاني د هدايت پر بنسټ، په دې ولايت کې د تېرې ادارې پوليسو ته د دوه مياشتو د معاش ورکولو په پار د بايوميټريک لړۍ پيل کړې ده.
د مسوولينو په خبره، چې د يادې لړۍ په بشپړېدو سره به د معاشونو د ورکړې لړۍ هم پيل شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چي تر اوسه د غزني له مرکز او اړوند ولسوالیو څخه د تېرې ادارې په لسګونو پوليسو خپل ځانونه ثبت کړي دي.