د نيمروز ولايت په مرکز “زرنج ښار” کې له ۳۰۰ ډېرو زيانمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د نيمروز ولايت د مبارزې رييس مولوي محمد قاسم محمد وايي، چې دغه مرستې د “اور لګېدنې او طبيعي پېښو” له امله ۳۵۳ زيانمنو شويو کورنيو سره شوې دي.
ښاغلی محمد زیاتوي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د نیمروز ولایت د مبارزې ریاست له لوري د شهیدانو له څلورو کورنیو سره، چې د هرې کورنۍ لپاره ۴۰ زره افغانۍ وې نغدي مرسته هم وشوه. د نوموړي په خبره، چې يادې مرستې د نيمروز ولایت مقام مرستیال، سید سلیمان آغا بهیر، د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې، مستوفیت او شهیدانو او معلولینو رياستونو د استازو په شتون کې وویشل شوې