د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملاحمدالله فطرت، د ایران او پاکستان ترمنځ په پوله کې د رامنځته شوې پيښې لپاره د ځانګړي شوي پلاوي موندنې خپرې کړې او ویلي یې دي، تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو پر بنسټ، د ایران په خاوره کلګان دره کې پر يو شمير افغانانو چاودنې او ډزې شوې، چې تر دې مهاله د دې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د پلاوي له لوري را انتقال شوي او ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې پلاوی یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی. ښاغلي فطرت ویلي، د پېښې په اړه پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او ټاکل شوی پلاوی په دې اړه کار کوي او وروستۍ پایلې به یې د څيړنو له پایته رسېدو وروسته خپرې شي.