ډېر لوستل شوي

بلخ کې د ۴۲ میله وسلو په تړاو ۵ کسان نیول شوي

دې قوماندانۍ ويلي، چې امينتي ځواکونو يې په تېرو دوو مياشتو کې ۱ ميل ده‌شکه، يو ميل درازنوف، ۱۸ ميله کلاشينکوفونه، ۳ ميله کره‌بين، ۶ ميله سپکې بېلا بېل ډول وسلې او ۱۲ ميله توپانچې کشف او ترلاسه کړې دي.

د مسوولينو په خبره، چې د يادو وسلو په تړاو يې پنځه تنه هم نيولي دي. د يادونې وړه، چې تېره ورځ (چهارشنبه، لړم ۹مه) د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع هم په يوه خبر پاڼه کې د غير قانوني وسلو پر ګرځولو، ساتلو او لېږد له بنديز څخه خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه