پوهنې وزارت په غزني کې د ۲.۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د پوهنې وزارت وايي، چې د ياد ښوونځي ودانۍ د عزني ولايت د جغتو ولسوالۍ اړوند د ” ترګان” په دره کې جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. ياد ښوونځی د ۶ ټولګیو په درلودو سره پر ټولو اړینو وسایلو سمبال جوړ شوی.