ننګرهار کې دوه تنه د مړو شويو چرګانو د غوښې د پلور په تور نيول شوي دي.
د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، چې د “نازيانو” ولسوالۍ اړوند سيمه کې امنيتي منسوبينو دوو تنو سره په کرولا ډوله موټر کې ۹۰ مړه چرګان نيولي.
د مسوولينو په خبره، دغو کسانو غوښتل چې د مړو چرګانو غوښې پر خلکو وپلوري. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د مسوولينو په خبره، چې نيول شوي کسان به د قانوني اجرأتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.