د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رییس ننګرهار ته د سفر پرمهال له سیمه ییزو مسؤولینو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د یاد ولایت اوسیدونکو ته دې چوپړتیاوې نفوس ته په کتو پراختیا ومومي.
نوموړي همدا راز د سیمه ییزو مسوولينو ستونزې او وړانديزونه اوريدلي او د حل په موخه يې ډاډ ورکړی دی. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت د خلکو د ستونزو د اوريدو په موخه سفرونه کوي او د هغوی ستونزې له نږدې اوري.