د اطلاعاتو او کتلور وزارت وايي، چې افغانستان د ترکيې د “حفظ او حسن قرائت” په نړيوالې سيالۍ کې درېيم او څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
دې وزارت په خبرپانه کې ويلي، چې سږ کال د ترکيې د “حفظ او حسن قرائت” د نهمې دورې په نړيوالې سيالۍ کې د اسلامي امارت په استازولۍ قاري عبدالرب ايوبي حسن قرائت درېيم او شفيق اميني د قرانکريم د حفظ په برخه کې څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
ښاغلی ايوبي او اميني په ياد هېواد کې د افغانستان سفارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي اتشې په هڅو ستايل شوي هم دي. د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ هر کال په ترکيه کې د شاوخوا پنځوس اسلامي هېوادونو تر منځ ترسره کېږي.