افغاني سرې مياشتې ټولنې د سترګو پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتو د پایغونډې په مراسمو کې ويلي، چې په تېرو لسو ورځو کې يې ۸۰۰۰ ناروغانو ته د سترګو معاينات او درملنه کړې ده.
يادې ټولنې ويلي، په دې ۸۰۰۰ ناروغانو په معايناتو او درملنه کې يې ۸۰۰ تنو ته د سترګو د پردو عمليات هم تر سره کړي دي.
په دې غونډه کې د “البصر” نړيوال خيريه بنسټ او “ملک سلمان” مرستندويه مرکز په استازولۍ مولوي عبدالعزيز بلوچ ويلي، په پام کې لري چې په رتلونکي کې د سترګو پر رنځ اخته ناروغانو د درملنې په موخه؛ کابل کې يو روغتون هم جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سرې مياشتې ټولنې په کابل کې د سترګو د ناروغانو د درملنې له پاره يو لس ورځنی پروګرام په لار اچولی و، چې د بهرنيو ډاګترانو له لوري يې معاينات ترسره کېدل.