د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیونو ډالرو نوې پوځي مرستې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت تېره ورځ ( جمعه، لړم ۱۱مه) په يوه بيان کې ويلي، چې دا نوې کڅوړه به د امريکا له پوځي زېرمو ترسره شي.
د دې بيان له مخې، په يادو پوځي مرستو کې له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللو شبکو لپاره هوايي دفاع، له لوړ تحرک سره ۱۵۵ ملي مټره د توپخانې توغندیزو شبکو لپاره مهمات، زغرهوال موټرونه او د ټانک ضد وسلې شاملې دي. د ويلو ده، چې د اوکراین ختیځې سیمې په ځانګړې توګه “خارکیف” د روسیې له پراخو توغندیزو بریدونو سره مخامخ دي.