د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کندهار کې د یوه پولنډي د مسلمانېدو خبر ورکړی دی.
وزارت زیاته کړې، دا کس (ماریک یوزیف شي درسکي) نومېده، چې د کندهار د محتسبینو په وسیله مسلمان شوی او عبدالرحمن نومول شوی.
د پولنډ هېواد دې وګړي ویلي، د افغانانو له چلند او ښېګڼو اغېزمن شوی او غواړي افغانستان کې ویاړمن ژوند تېرې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې له ډېرې مودې راهیسې د اسلام مبارک دین په لوستلو او مطالعه بوخت و، چې د اسلام پر حقانیت له پوهېدو وروسته یې د مسلمانېدو دغه ستر ارمان پوره شو. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمخه هم افغانستان ته راغلي یو شمېر نامسلمان سیلانیان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي وو.