ډېر لوستل شوي

د هېواد په کچه  ۳۵۵ چک ډېمونه جوړیږي

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د هېواد په کچه د ۳۵۵ چک‌ډېمونو د پروژو له دوام څخه خبر ورکړی.

دې معاونيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د روان لمريز کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې ۳۵۵ چک‌ډېمونو پروژې پيل شوې، چې ډېری يې بشپړې او ګټې اخېستې ته سپارل شوې دي.

د ياد معاونيت په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ۱۳۸ چک‌‌ډېمونو پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري، ۱۱۷ چک‌ډېمونو پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت او ۱۰۰ چک‌ډېمونو پروژې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت له لوري پيل او پلي شوې دي. د ويلو ده، چې د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو خړوبول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

اړوند خبرونه