ډېر لوستل شوي

غزني کې دریو ټانکر جوړونکو خپل ژوند بایللی

د غزني ښار څلورمي امنیتي حوزې اړوند بلخ دروازې ته څېرمه نن(شنبه، لړم ۱۲مه) له غرمې وروسته د ټانکر جوړوني په یو سرای کې چاودنې د دریوتنو ژوند اخیستی.

د غزني د امنیه قومندانۍ دفتر ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې درې ټانکر جوړونکي د ټانکرونو په جوړولو بوخت وو.

ددې حوزې مجاهدین سیمې ته رسېدلي او څېړنې یې پیل کړي دي. ویل کیږي، چې دا چاودنه د کېسې ولډیېنګ په وسیله رامنځته شوې.

اړوند خبرونه