ډېر لوستل شوي

فراه او نورستان کې څه باندې ۱۰۰ پولیسو ته روزنېزې او مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې

کورنيو چارو وزارت د فراه او نورستان ولايتونو د قوماندانيو د روزنېزو او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه د ۱۱۳ تنه پوليسو د فراغت خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې يادو کسانو ته د مسوولينو له لوري د امنيت په ټينګښت او ولس سره د نيک چلند په تړاو سپارښتنې شوې دي. د ښاغلي عبدالمتين قانع په خبره، چې له فارغو شويو ۱۱۳ تنه پوليسو څخه ۶۳ تنه د نورستان او ۵۰ تنه د فرا ولايت منسوبين وو، چې د  يادو قوماندانيو په روزنيزو مديريتونو کې مسلکي او عقیدتي زده‌‌کړې ورکړل شوې دي.

اړوند خبرونه