اسپانیا کې د راوتلو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ تنو ته لوړ شوی دی.
د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر یې د دې هېواد په ختیځه سیمه والنسیا کې ثبت شوی، چې ۱۵۵ تنو ته رسیږي.
د راپور له مخې، دغه سېلابونه چې په تېره یوه پیړۍ کې بېساري بلل شوي، د ځاني تلفاتو سربېره یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
ځایي او زیانمن شوي خلک اړوند ادارې ګرمې بللې، چې پر وخت یې د هوا له خربوالي خبر نه دی ورکړی.