د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت په هېواد کې د ۱۶ بنسټیزو پروژو د پرانيستو خبر ورکوي.
ياد معاونيت ويلي، چې د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال له لوري د روان لمريز کال په اوږدو کې د انرژۍ، زېربنا، ترانسپورټ او د اوبو د مديريت په سکټورونو کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پرانيستل شوې دي.
اقتصادي معاونيت زياته کړې، چې د انرژۍ پروژو په برخه کې ۲۲،۷۵ ميګاواټه لمريزه برېښنا، د طوطي ميدان سيمي ګازو راایستل، د کابل ارغندي سبسټېشن پراختيا او د اوبو پروژو په برخه کې د پاشدان بند، پلتوني بند او اغاجان بند پروژې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د بنسټیزو پروژو په برخه کې د نيلهباغ هستوګنيزه پروژه، په کابل نړيوال هوايي ډګر کې معياري انتظارخونه او په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو نصبول شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترانسپورټ سکټور په برخه کې خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دويمه برخه، د خيرخانې کوتل د سړک دويم لاټ، د هرات ـ غور سړک، د کابل ــ غزني دويم لين سړک، د کابل ښار هوايي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې، د کابل ښار له شهيد څلورلارې تر قصبې پورې سړکونه او د کابل ـ جلالاباد دويم لين سړک جوړولو پروژې شاملې دي. د يادونې وړ ده، چې د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت له لوري د هېواد په يو شمېر سیمو کې د ورته لويو پروژو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به ګتې اخېستې ته وسپارل شي.