د بلخ امنيه قوماندانۍ په دې ولايت کې د دوو کورنیو ترمنځ د درې کلنې دښمنۍ له پای ته رسیدو خبر ورکړی.
يادې قوماندانۍ ويلي، چې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې درې کلنه دوښمني د دې ولايت د قبايلو چارو رياست، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په هڅو په دوستۍ بدله شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دواړو لورو د اسلامي امارت د مسوولينو له هڅو مننه کړې، او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي. دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د بېلابېلو قومونو ترمنځ لسګونه دوښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.