ډېر لوستل شوي

د هېواد په پنځو ولايتونو کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي

کورنيو چارو وزارت د هېواد په پنځو ولايتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۹ تنو د نيولو خبر ورکړی دی.

دې وزارت ويلي، چې د يادو کسانو له ډلې ۱۱ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو په نيمروز، څلور مسلکي غله په غور، دوه تنه د غلا په تور په ننګرهار او دوه تنه غله په غزني او باميانو کې نيول شوي دي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تېره ورځ په خوست ولايت کې د ګڼ شمېر وسلو له ترلاسه کولو هم خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه