ډېر لوستل شوي

صهيونيست رژيم: د حزب‌الله يو مشر مو نيولی

صهيونيست رژيم په لبنان کې د حزب‌الله ډلې د يو مشر د نيول کيدو ادعا کړې ده.

د دې رژيم پوځ ويلي، چې وړمه ورځ يې د لبنان په سمندري ښار بترون کې د پوځي عملياتو او چاپې پرمهال د حزب‌الله ډلې يو لوړپوړی غړی نيولی دی. د حزب‌الله ډلې تر دې دمه ياده پېښه نه دې تأييد کړې؛ خو د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې “ناپېژانده پوځيان” سهار وختي ساحلي ښار ته ننوتلي او له يوې ودانۍ يې يو کس نيولی دی.

اړوند خبرونه