د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د درملنې په موخه لسګونه روږدي راټول کړي دي.
د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې ۴۶ تنه په پروان، ۱۶ تنه د کابل په پغمان ولسوالۍ، ۱۶ تنه په فاریاب، ۱۴ تنه په لغمان او ۴ تنه په هلمند کې راټول او ځایي روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي. د کورنیو چارو وزارت په قول، غزني کې ۱۶ روږدي له رغېدو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

