عامې روغتيا وزارت په ننګرهار، هلمند او لغمان کې د پنځو روغتيايي مرکزونو د تړلکيدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه مرکزونه د عملياتي خونې، کتنځايونو، د شفري نسخو د ورکړې، غير مسلکي فعاليتونو او اسنادو نه درلودو له امله تړل شوي دي. د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو په خبره، چې تړل شوي مرکزونه به د ټولو معيارونو له برابرولو وروسته خپلو فعاليتونو دوام ورکړي.