د اوبو او نرژۍ وزارت د روانې لړم مياشتې ( سهشنبې۱۵مه او چهارشنبې ۱۶مه) د هېواد په يو شمېر سيمو کې د اوبو کچې د لوړیدو او د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
د ياد وزارت د هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، دغه د دې ورښتونو او سیلابونو د راوتو ډېر اټکل د “شمال، هريرودـمرغاب او پنج امو” سينديزو حوزو کې شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولين وايي، هغه هېوادوال چې په يادو سيمو کې ژوند کوي ځانونه دې خوندې ځای ته ولېږدوي.