ډېر لوستل شوي

ملاعبدالرزاق اخوند یتيمانو، کونډو او معلولينو ته د چوپړتیاوو په وړاندې کولو ټينګار کړی

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د مسلکي او تخنيکي چارو مرستيال ملا عبدالرزاق اخوند په کابل کې د قطر سفارت له “مستشار” مرديف القشوتی سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د ياد وزارت د وياند مفتي فیصل خاموش په خبره، چې په دې کتنه کې ښاغلي عبدالرزاق اخوند يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار کړی دی. په ياده ناسته کې، په کابل کې د قطر سفارت “مستشار” ژمنه کړې، چې د ياد هېواد د سرې مياشتې د ټولنې له لارې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه