ډېر لوستل شوي

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ ۲۳۰ ميليونه وګړي يې د رايې ورکولو په شرايطو برابر دي

د امريکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې ۲۳۰ ميليونه وګړي د رايې کارونې په شرايطو برابر دي، چې تر دې مهاله ۱۶۰ ميليونو وګړو نومليکنه کړې ده.

د ياد هېواد د قانون له مخې، د امریکا اوسیدونکي کولی شي چې له ټاکلي وخت وړاندې هم په ولسمشريزو ټاکنو کې ونډه واخلي او خپله رايه وکاروي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهال ۷۷ ميليونه امريکايانو د تېرو څو ورځو په اوږدو کې خپله رايه کارولې ده.

د امریکاد ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کاملا هاریس یو له بل سره مخامخ دي.

اړوند خبرونه