د خوست موسیخېلو ولسوالۍ اړوند “کوسين” سيمې څخه د پکتيا ولايت تر “جانيخېلو” ولسوالۍ پورې د ۳۰ کيلو مټره سړک د روغولو چارې روانې دي.
د خوست مسوولين وايي، چې د دې سړک چارې د ياد ولايت والي مولوي عبدالقيوم روحاني له لوري د يو ميليون افغانيو په لګښت د ټولګټو چارو رياست په چوکاټ کې ترسره کیږي. د ويلو ده، چې د ياد سړک له بشپړیدو سره به د درېيو ولسواليو ترمنځ د تګ او راتګ ستونزې هوارې شي.