ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت اړوند جګړه‌ييزو زده‌کړو څخه په لسګونه ځوان منسوبین فارغ شوي

ملي دفاع وازت له بېلا بېلو قول‌اردوګانو او قطعاتو څخه د ۱۱۲ تنه ځوانو منسوبينو د فراغت خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه منسوبين د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړه‌ييزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ د توپچي، مخابرې او سټلايټ په برخو کې له درې مياشتنيو مسلکي زده‌کړو څخه فارغ شوي دي. مسوولين وايي، د فراغت‌غونډې په مراسمو کې د يادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصيب الله مدني منسوبينو ته په پرهيزګارۍ ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې خپل مسووليتونه په امانتدارۍ سره ترسره کړي.

اړوند خبرونه