ډېر لوستل شوي

سرحدونو وزارت، له سرحدي سیمو د لیدنې خبر ورکړ

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په کونړ کې له ډېورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې خبر ورکړی دی.

دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو رييس مولوي غلام صديق سباوون د يوه پلاوي په ملتيا کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پرتو شپږو ولسواليو وضعیت له نږدې کتلی دی.

دغه راز ښاغلي سباوون له سرحدي سيمو ساتنې ته پوره چمتوالی ښودلی او په خبره يې: « له خپلې خاورې او پولو څخه څارنه او دفاع زموږ مسووليت دی.» د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد پلاوي له لوري د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو له سرحدي سیمو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه شوې وه.

اړوند خبرونه